زمونږ د اوچتې درجې معياري کنکريټ بلاکونه ـــــ تاسو ته د پخې، دوامداره او باوري ودانۍ ډاډګېرنه۔
چنار بلاکونه د کنکريټ د معياري او پائېدار بلاکونو جوړولو يوه پرمختللي کارخانه ده ۔ مونږ په کال ۲۰۲۴ کښې د اوسني وخت د نوې ټکنالوژۍ مشينونو په مرسته د لوړ معيار بلاکونو جوړول شروع کړو، او د هم دغې وخت نه تر اوسه پورې مو د سوات او شاوخوا سيمو خلکو ته داسې بلاکونه تيار کړي دي چې د ودانۍ د نوي معيارونو سره برابر، مضبوط او پائېدار وي او دوي ته په خپل ټاکلي وخت ورسېږي ۔ زمونږ د ښه کار او يو شان کوالېټۍ په برکت، مونږ په سيمه کښې ډېر ښه شهرت خپل کړے دے۔
زمونږ بلاکونه د کورونو، تجارتي ودانيو، صنعتي پروجيکټونو او هر ډول ابادو لپاره استعمالېږي ۔ مونږ د بلاک په ټينګښت، جوړښت، صفايۍ او ښکلا باندې خاص زور ورکوو، او هم دغه وجه ده چې د سوات او خواوشا سيمو خلکو زموږ بلاکونه ډېر خوښ کړي دي او په ډاډه زړۀ يې استعمالوي ۔
زمونږ تکړه او تجربه کار کاريګر د نويو مشينونو او د کوالېټي کنټرول د سختو طريقو په مرسته هر بلاک په ډېر احتياط او په ډېر غور سره جوړوي ۔ د سيمې د موسم، د ودانۍ د ضرورتونو، او د کار د نوعيت په رڼا کښې بلاکونه داسې تيارولے شي چې کلونه کلونه خپل شکل، پائېداري قوت او مضبوطوالے وساتي ۔ زموږ هدف دا دے چې خپل کسټمرز ته نه يواځې د اعتماد وړ مواد ورکړو، بلکې هغوي ته داسې بلاکونه ورسوو چې په خپل کور، دوکان يا کمرشل ودانۍ کښې يې په ډاډ سره استعمال کړي ۔
زمونږ مشن دا دے چې د سوات اولس ته کلک، معياري او پائېدار بلاکونه په مناسب قيمت ورسوو، د ودانيو لپاره مضبوط بنياد برابر کړو او د سيمې ودانيز معيار نور هم لوړ کړو.
مونږ د بلاک په جوړولو کښې د مارکيټ معياري سيمټ، کرش ، شګه، او پاکې اوبه استعمالؤ، دا ستاسو د پخې او ډاډمنې ودانۍ له پاره تر ټولو غوره انتخاب دے۔
زمونږ په فېکټرۍ کښې د اوسني وخت پرمختللي مشینونه لګېدلي دي کوم چې په تېزۍ سره بې عېبه او اعتباري پاخه او پائېدار بلاکونه جوړوي۔
د بلاک جوړولو په هر پړاؤ کښې، مونږ په ډېر پام او څارنې سره دا خاص خيال ساتو چې زمونږ د فېکټرۍ جوړ هر بلاک يو شان مضبوط او په اعلٰی معيار پوره وي ۔
دبهترينې کارکردګۍ مکسر مشين او زورور وايبرېټرونه هر بلاک ښه ټينګ او کلک جوړوي چې تر اوږدې مودې پائېدار پاتې شي۔
زمونږ بلاکونه د اوږدمهاله استعمال ، د لوړې درجې پخوالي او د مختلفو موسمي حالاتو په وړاندې د ټينګوالي لپاره جوړ شوي وي ۔
مونږ د کنکريټ دوه معیاري سائزونه بلاکونه جوړؤ۔ د بلاکونو سره مونږ د سیمې خلکو ته معیاري سیمنټ هم په ډېره مناسبه بیه ورکؤ، چې زمونږ کسټمرز ټول ضروري ودانیز سامان له یو باوري ځایه واخلي ۔
دا سائز بلاکونه د وېش دېوالونو او سپکو ودانيو له پاره مناسب دي ۔
| سائز | 14" × 7" × 4.5" |
د درنو ودانيو او صنعتي جوړښتونو لپاره هوښيار او باوري انتخاب ۔
| سائز | 14" × 7" × 6" |
زمونږ سره معياري سيمټ په خاصه توګه، چراټ سيمټ د بازار نه په رعايتي نرخ ملاوېږي ۔ د نورو برانډونو سيمټ مونږ خپل کسټمرز ته په ارډر سپلائي کؤ۔
ټول بلاکونه د ښه سيمټو، پاک کرش، پاکې شګې او پاکو اوبو نه جوړېږي، چې برابر کلکوالے او د پائېدارۍ اوږده نېټه ولري ۔
ستاسو هره ابادي او پروجيکټ د باور په ټينګ بنياد د ودانېدو حق لري۔
په ډېر غور او باريکۍ سره کنټرول شوے د بلاکونو پيداوار، تاسو ته دا ډاډ درکوي چې هر بلاک د اوسني وخت په جوړښتي معيارونو پوره دے ۔
مونږ هر يو بلاک په پوره درستګۍ سره جوړؤ چې د انډسټري په معيار پوره وي۔ د جوړښت په غوره طريقو مونږ د بلاک مضبوطوالے، پائېداري او ټينګښت يقيني کؤ۔
مونږ د سيالۍ وړ تر ټولو مناسب نرخونه وړاندې کوو، خو د بلاک په معيار او پخوالي کښې هيڅ کله هم کمے نۀ راولو ۔
د بلاکونو تل په وخت رغول او بيا په خپل ټاکلي وخت سپارل زمونږ مرام دے، يعنې ستاسو د پروجيکټ ټائملائن زمونږ لپاره تر ټولو مهم دے۔
زمونږ په فېکټرۍ کښې د صنعتي فضلې پيداوار د لږو نه لږ وي، مونږ کوشش کوو چې خپل چاپېريال د راتلونکو نسلونو لپاره پاک وساتو ۔
د سوات او خواوشا سيمو اولس زمونږ بلاکونه په ډېرې خوښۍ سره د خپلو پخو او ډاډمنو ابادو جوړولو له پاره انتخاب کوي۔
زمونږ د جوړونې مهارت په عملي بڼه
هر يو پټو باندې کلک وکړئ چې په غټه ونډو کښې يې وګورئغواړئ د بلاک نرخ معلوم کړئ؟