شرائط و ضوابط

د نافذ کېدو نېټه: ۱ اکتوبر ۲۰۲۴
وروستے بدلون: ۱۵ نوومبر ۲۰۲۵

۱ـ پېژندنه

چنار بلاکونو ته پخېرراغلے۔ دا شرئط او ضوابط زمونږ د ويبپاڼې www.chenar.pk د استعمال او د دې په ذريعه زمونږ سره د رابطو لپاره دي۔

۲۔ د خدمتونو پراختيا

چنار بلاکونه ـــــ د کنکريټ د اعلٰى معيار پاخه او پائېدار بلاکونه جوړوي او ورسره د ودانۍ جوړولو رغوڼيز مواد هم د بازار نه په مناسب او رعايتي نرخونو خرڅوي۔ دا ويبپاڼه معلوماتي او د چنار بلاکونه سوداګریز پروفايل دے۔ په دې زمونږ د پراډکټس او خدمتونو متعلق لنډه کتنه خپل کسټمرز ته وړاندې کېږي۔ دا انلائن دکان يا د اي کامرس پلېټ فارم نۀ دے۔

۳۔ د ويبپاڼې استعمال

تاسو د دې ويبپاڼې په لوستلو او کارولو دا خبره منلي ده چې دا ويب پاڼه به يواځې د جايز او قانوني کارونو لپاره استعمالوئ۔ د ويبپاڼې په کار کښې د هر قسم لاسوهنې او په دې پراته مواد يا د پاڼې د جوړښت لپاره د استعمال شوي کوډ د کاپي کولو اجازت نيشتي۔

۴۔ د پراډکټس معلومات

مونږ خپله پوره هڅه کوو چې تاسو ته د خپل پراډکټس متعلق پوره او صحيح معلومات درکړو، ولې په دې کښې لږ ډېر بدلون راتللے شي۔ چنار بلاکونه دا حق خوندې ساتي چې کله د پراډکټس متعلق معلومات بدلون ته اړتيا لري، نو بدل يې کړي۔

۵۔ ارډرونه او د بيې غوښتنې

ټول ارډرونه يا د بيې په اړه پوښتنې به د چنار بلاکونو د تصديق نه وروسته پخې منلے کېږي۔ قيمتونه(په پاکستانۍ روپو کښې) د بلاکونو جوړولو موادواو د ودانيزو شيانو په بيه کښې د بدلون او د بيلابيل سپارلو يا رسوَلو حالتونو په وجه بدليدے شي۔ د بلاکونو جوړولو نه وړاندې د ارډرونو او اخيستلو ليک لازمي دے۔

۶۔ فکري ملکيت

د ويب پاڼې ټول ليک، ځيرک کوډ، پټوان (انځورونه) او لوګو د چنار بلاکونه ملکيت دے۔ بې د اجازې د دې استعمال په سختۍ سره منع دے۔

۷۔ د مسؤليت حدونه

د دې ويبپاڼې په معلوماتو د انحصار او يا د ويبپاڼې د بنديدو له وجې د رسيدلي زيان مونږ مسؤل نۀ يو۔ دا ويبپاڼه همداسې وړاندې کيږي لکه څنګه چې ده۔

۸۔ درېيمګړي يا بهرني لينکونه

د درېيمګړې يا بهرنۍ ويبپاڼې مينځپانګې يا پاليسۍ زمونږه مسؤليت نۀ دے۔

۹۔ پرائېوېسي

د دې ويبپاڼې استعمال زمونږ د پرائېوېسي پاليسۍ سره سم دے۔ تاسو دلته پرائېوېسي پاليسي کتلے شئ۔

۱۰۔ د قانون واکمني

دا شرطونه د پاکستان د قانونو د واک لاندې دي۔ د هر ډول شخړې په صورت کښې د پاکستان مجاز عدالتونه به پري فيصله کوي۔

۱۱ـ رابطه

چنار بلاکونه
ائرپورټ روډ، ملک اباد نينګولۍ، سوات پښتونخوا