د نافذ کېدو نېټه: ۱ اکتوبر، ۲۰۲۴
وروستے بدلون: ۱۰ نومبر ، ۲۰۲۵
چنار بلاکونه ("مونږ" يا "زمونږ") ستاسو پرائېوېسي ته مکمل درناوے لري او پوره خيال يې ساتي۔ زمونږ دا پرائېوېسي پاليسي د هغه معلوماتو د راټولولو او استعمال په باره کښې تګ لار بيانوي، کوم چى تاسو پخپله خوښه زمونږ د ويبپاڼې (www.chenar.pk)په استعمالو يا د دې په لاره زمونږ سره شريکوئ۔
زمونږ د ويبپاڼې په استعمال سره تاسو زمونږه پرائېوېسي پاليسي د ټولو شرطونو سره منئ او خپله خوښه او رضا ورسره څرګندوئ۔
مونږ يواځې دا لاندېني ټول هغه معلومات راټولؤ چې ستاسو سره د رابطې او تاسو ته د خپلو خدمتونو وړاندې کولو له پاره ضروري دي۔
جمع شوي معلومات د لاندې هدفونو لپاره استعمالېږي:
مونږ ستاسو معلومات د مالي ګټو يا مرستې په توګه د هيڅ يو درېيمګړي ډلې سره نۀ شريکؤ، نۀ يې پرې خرڅؤ، او نۀ يې په کرايه ورکؤ۔
مونږ ستاسو معلومات تر هغې ساتو تر څو چې مونږ ته ستاسو سره د رابطې او تاسو ته د خپلو خدمتونو وړاندې کولو ضرورت وي، د ضرورت پوره کېدو وروسته دا په محفوظه لاره د سیسټم نه ډيليټ کولے شي۔
مونږ پوره هڅه کوو چې ستاسو معلومات په مناسبه طريقه خوندي وساتو، خو د انټرنیټ په لاره د دې د خونديتوب سل په سله ژمنتیا نۀ شي ورکړے کېدے۔
تاسو د خپلو معلوماتو د بدلون، صحيح کولو او ډيليټ کولو لپاره زمونږ سره هرکله رابطه کولے شئ۔
زمونږ په ويبپاڼه د درېيمګړي ډلې لينکونه يا د هغوي خدمتونه (لکه ګوګل مېپس، اينالېټکس او نور داسې څيزونه) وجود لرلے شي، مونږ د هغوي د پرائېوېسي پاليسۍ هيڅ قسم مسؤولیت پخپله غاړه نۀ اخلو۔
دا پاليسي وخت په وخت بدليدے شي، وروستے بدلون به تاسو ته په دې پاڼه ښوولے شي۔
د فېکټرۍ درک:
چنار بلاکونه
ائرپورټ روډ، ملک اباد نينګولۍ، سوات پښتونخوا